بدني روزنه د روغتيا ژمنه...
دا دې پر ځای، چې يوازې تاسو په بدني روزنه...
تمرکز کوئ، او له تاسو څخه د ماغزو تکړښت خپل ځای پاتېشونی شي، نو له دې سره، تاسې هغه اړينه کړنه، چې تاسې يې خامخا وکړئ! نو کېدای شي، تاسې په دې نغوته (اشاره) په سمه توګه پوهېدلي نه واست؟
له تاسو سره دا خبره منم، چې تکړښت د بشپړې روغتيا، ژمنه وربښي، هرګوره! (بېشکه) کټ مټ همداسې ده.
په نړۍ کې تکړښت، د بېلابېلو موخو د هوډ والي ( نوښتونو) پر بنسټ ترسره کېږي: لومړۍ: روغتيا او ځاني ځانساتنې لپاره.
دويم: (تکړښتونه او ملي ځواکونه)دا دې کړنې لپاره ډېرکي ځوانان هڅه کوي، تر څو د پلارني ټاټوبي استازيتوب وکړي، د خوږمن هېواد، توغ په نړيواله کچه، په هسک آسمان کې رپاند او ځلاند کړي، لکه: د شيګيره څخه وروسته، په فضا
کې شنه زرغونه يا بوډۍ ټال، چې له لرې واټن څخه، پړاکوالی ليدونکو ته وربښي، په نړيواله کچه د ملي تکړښتي سياليو په موخه، تکړښتوال/ سپورټي مین په بشپړه مانا چمتوالی لري. او د ملي ارزښتونو پاللو ترڅنګ، وياړونه، تمغې رواړلو سره، سره د هېواد نوميالی کېدل او داسې نور...
. درېيم/ په منفي توګه په ټولنه کې، د تاوتریخوالي پېښو کې ککړتيا او ګډون.
نه يوازې، دا چې ټول وخت تکړښت چارو ته ځانګړی کړای شي، بلکې ترڅنګ يې ماغزو د ټينګښت، پياوړتيا لپاره هم لارې چارې پر لاره واچول شي، تکړښت لپاره، باندېنۍ سپارښتنې په کار واچول شي:
نه يوازې، دا چې ټول وخت تکړښت چارو ته ځانګړی کړای شي، بلکې ترڅنګ يې ماغزو د ټينګښت، پياوړتيا لپاره هم لارې چارې پر لاره واچول شي، تکړښت لپاره، باندېنۍ سپارښتنې په کار واچول شي:
په اروا بښوونکو، شنو پټيو کې، پنځي/طبعي چاپېريال کې، يو څو شېبې ناسته پاسته، د ونې سازونه د زړه پر غوږونو اورېدنه، د مرغيو چرنګ، چرونګ نغمې او ښکلائېز کتوځ ليدنه او اورېدنه، او د سوله بخښوونکو سيندونو شړانګا شړنګ غږونو په اورېدا سره، د پنځګري، پنځښت چارو کې آند کول، او لوی څښتن تعالی، سترې نوښتنې، د غرونو سرونو ته پورته کېدنه، چې انسان ته د لوړې کچې/درجې ارزښت په ډاګه کېدل، او داسې نورې ... بلها
سپارښتنې، چې په دې ليکنه کې ليکلو سره، ليکنه نوره اوږدېږي، او نه غواړم, چې تاسو د مغزو هوساينه درڅخه واخلم، پورتنۍ کړنې، نه يوازې تاسې ماغزو ته په ډېره کچه هوساينه،اروايي ځواکمنتيا، او پوهه وربښلای شي، بلکې تاسې به تر ډېره پورې ځوانمن پاتې کېدای شئ.
پای
پای

Comments
Post a Comment