د مړاوي غږ راډيويي څپې، کتاب
مړاوی غږ راډیويي څپې: بسم الله الرحمن الرحیم د لوی څښتن تعالی له بېپایانه پېرزوینې او لورېينې څخه، د زړه له تله مننه او شکر کوم. هماغه یوازینی رب دی چې موږ ته یې د پوهې، درک او چوپړ کولو ځواک راکړ، او زموږ آندونو لارې یې د خپلې پېرزوینې په رڼا روښانه کړې. زه، په سادتوب سره، تل د دعا لاسونه لپه کوم، چې رب دې هر پښتون ته دا توان، دا انګېرنې او دا پت ورکړي، چې د کړېدلي او دړدېدلي ولسونو لپاره د شپو په تورو اوږدو څپو کې د امسا او ډيوې په څېر وځلېږي. پښتو ژبه چې زموږ د پېژند، کړکېښ او هڅوب شتمنۍ ملا ده، باید د هر ژوندي پښتون نه ستړې کېدونکو هلو ځلو موخه وي. هر پښتون باید دا ژبني چوپړ داسې وګڼي، لکه څنګه چې یو پلار یا مور د خپل اولاد د ژوندي پاتې کېدو لپاره د سړې یا تودې هوا پروا نه کوي، د خوراک، څښاک او پوښاک د پیدا کولو لپاره ورځنۍ درنه دنده پر غاړه اخلي همداسې باید موږ هم د خپل ژبني نيکات پالنه یوه سپېڅلې او ورځنۍ دنده وګڼو. د کتاب پيلسری (رسنیزه سرليکنه) له غږه تر استوزې، دغه کتاب د یو رسنوال د زړه تپ دی. راډیو یوازې یوه لېږدې مېچنې نه ده؛ دا یو باور دی، یو پل دی د خلکو او کتابونو ...