د مړاوي غږ راډيويي څپې، کتاب

 مړاوی غږ راډیويي څپې:


بسم الله الرحمن الرحیم

د لوی څښتن تعالی له بې‌پایانه پېرزوینې او لورېينې څخه، د زړه له تله مننه او شکر کوم. هماغه یوازینی رب دی چې موږ ته یې د پوهې، درک او چوپړ کولو ځواک راکړ، او زموږ آندونو لارې یې د خپلې پېرزوینې په رڼا روښانه کړې.

زه، په سادتوب سره، تل د دعا لاسونه لپه کوم، چې رب دې هر پښتون ته دا توان، دا انګېرنې او دا پت ورکړي، چې د کړېدلي او دړدېدلي ولسونو لپاره د شپو په تورو اوږدو څپو کې د امسا او ډيوې په څېر وځلېږي. پښتو ژبه چې زموږ د پېژند، کړکېښ او هڅوب شتمنۍ ملا ده، باید د هر ژوندي پښتون نه ستړې کېدونکو هلو ځلو موخه وي.
هر پښتون باید دا ژبني چوپړ داسې وګڼي، لکه څنګه چې یو پلار یا مور د خپل اولاد د ژوندي پاتې کېدو لپاره د سړې یا تودې هوا پروا نه کوي، د خوراک، څښاک او پوښاک د پیدا کولو لپاره ورځنۍ درنه دنده پر غاړه اخلي همداسې باید موږ هم د خپل ژبني نيکات پالنه یوه سپېڅلې او ورځنۍ دنده وګڼو.
د کتاب پيلسری (رسنیزه سرليکنه)
له غږه تر استوزې، دغه کتاب د یو رسنوال د زړه تپ دی.
راډیو یوازې یوه لېږدې مېچنې نه ده؛ دا یو باور دی، یو پل دی د خلکو او کتابونو تر منځ د همداسې یوې ازمېښتي لنډیز دی، چې غږونه څنګه زړونه راباسي، او رسنۍ څنګه د چوپتیا پردې پرې کولی شي.

دلته تاسې د یوه راډيويي هنري د ژوند، آند، او پرځنګ له لارې د رسنوالۍ له داسې اړخونو سره مخامخ کېږئ، چې تر مایکروپونه هاخوا، د ولس د دړدونو، هيلو او ویښتابه کيسې په کې نغښتې دي.




دا لیکنې، نه یوازې ژورنالېستي پېښليد لري، بلکې د هیلې، ویښتیا، او ژبنۍ ويښتيا بڼې هم لري. دلته "خبر" یوازې یو خبر نه دی، بلکې یو انګېرنه، یوه پازوالي، او د هڅوبيز استوزې په سترګه ليکل شوې دي.
د پښتو ژبې د بډاینې، د ولس د ویښتابه، او د رسنیو د اخلاقو د پیاوړتیا لپاره، دا کتاب یو کوچنی خو يو ژور ګام بلل کېږي.
د غږ تر شا، د زړه غږ هم واورئ.
د کتاب لړليک:
"مړاوی غږ، راډيويي څپې"



1. دريځ‌ليک (Disclaimer / دريځ لیک)
د کتاب موخه، بنسټيز آرونه، او آندي ولاړتیا 
2. پيليزه (سريزه)
د ژورناليزم له نړۍ سره لومړنۍ اړيکه 
د زړه سکوت، د غږ راويښېدنه 
3. زما د راډيويي يون(سفر) پیل
د راډيو سټوډیو لومړنۍ ازمېښتي شېبې



د بي.بي.سي راډيو د اورېدونکي وختونه
د غږ او باور کيسه
4. د کتابتون ور (دروازه)
"کتاب پلورنځي وال" سره ليدنه
د لیکوالي انګېرنه، د پټو زړونو کتابونه
5. رسنواليز يون او ځاني ليدنه
د ژورنالېزم ډګر ته د ننوتلو کیسه
د رسنوالۍ په اور سوې يادونې
د يوې پېښې اورېدونکي کیسه
6. ګواښ، نسکورېدو او زړه تنګی
د ۲۰۰۶م کال راپدیخوا ګواښونه
په ليکنې بڼه  ګواښونه، ویرې، او بنديزونه
7. په افغانستان کې رسنوالۍ ته روښانه کتنه
د رسنوالۍ آرونو څخه سرغړونې 
د دولت پټې ناوړه کړنې
رسنۍ او که د واکمنو لپاره چوپړتياوې؟
8. د راډيويي بڼې ژبنۍ څېړنه
د غږ برلاسيتوب 


راډيويي ډرامې او د هغې اغېزمنتياوې (د بي بي سي "نوی کور، نوی ژوند")
9. د ژبې د ژغورنې رسنوالۍ رول
پښتو ژبه، د پايښت غږ
ژورنالېزم که د ژبې ويښتيا؟
10. پایله: د نسکورېدو تر شا غږ
د ځاني ازمېښتي کيسې انځور
د خبرو غږ، او د ولس ويښتيا 

11. د مننې پاڼه

د هغو خپرونو نوملړ یادونه 

12. د راډيويي خپرونو نمونې
1. يوه وينا، کره وينا خپرونه
2. د ګوړې اچار خپرونه
3. تکړښتي خپرونه
4. د آلماسو غاړکۍ خپرونه
5. د لونګو امېل ادبي خپرونه
انځورونه، يادښتونه، يادګار متنونه
د غږ هنداره: د زړه او آند ترمنځ پل

(د ژورنالېزم، ويناوال، او راډیويي غږونو ژبنۍ ليکنې بڼه  (رساله)
سپارښتنيز څپرکي:
13. د غږ اروايي پېژندنه – غږ ولې د زړه تل ته لار مومي؟
. د استازيو (پېغمبرانو) غږونه او الهامي ښکلا – کړکېښي ننداره
15. د راډیو غږونه او د باور جوړونه – د ژورنالېزم کړه وړه (اخلاقيات)
16. غږ او ژبه: یو مخ، دوه سترګې – ويی، ويشتنه( ادا کول) ، ګړدود (لهجه)
17. غږ ته روزنه ورکول – هنر او ژوند (ساینس)؟
18. د خبرو اترو د بریا چلونه – ولې ځینې غږونه خلکو ته "درمل" وي؟
19. د ادبي او هڅوب غږونو ښوونکي (جاذبه) لاټولان، ويناوال، د کيسو غږوال
20. په پښتو ژبه کې غږیز ادب او راتلونکې ته کتنه
پيل ـــ
 ځینې وختونه به، زه له ښار څخه د کلي پر لور روان وم.
 هغه مهال، د زده کړې په موخه هلته تلم، خو د ورځې بند (پای) ته به رسېده، او ډېر کلیوال او ملګري به راغلل.
ما هڅه وکړه چې يو نښه پرېږدم، څو د دوی نوې وینا، يادونې، او خپرونې پکې ځای پر ځای کړم.
ټوټه: "د چوپتیا ږغونو ساتندوی"
(د راډيويي يادونو یوه ادبي پارچه)
کله ناکله به زه له "کلې" کلي د ښار پر لور روان وم.
د ورځې به مې کار کاوه، خو د ماښام له سيوري سره به کلیوال خلک، زاړه ملګري، او د زړه خواله لرونکي دوستان راټولېدل.
د هغوی خبرې، ساده خو رڼې، د غرونو بادونو ته ورته وې —
يو داسې غږونه، چې که څوک يې ونه ساتي، خپل سا هم ورسره ورکوي.
ما پرېکړه وکړه چې دا ږغونه ژوندي وساتم.
ما يو نښه پرېښوده.
هغه نښه چې د دوی نوې ويناوې، زړې يادونې، او رښتينې خپرونې پکې خوندي شي.
ما وغوښتل، چې د پښتو ژبې د خړو خوږو شېبو دا خزانه د راډيو له لارې، د روڼ سبا يادونو ته وسپارم.
هغه وختونه...
چې زه لا په رېډیو کې کارمن نه وم، خو زما، د لېوانۍ مينې او لېوالتيا تر آسمان رسېدلې وه،
خو ما به د رېډیو خوږو څپو ته، د زړه ټول غوږ ایښی و. او د تن غړي به په دې ډول غلي شوي وو، لکه يو څوک چې د ژمني موسم کې وړانکو ته د تن ټکور در کړای وي.
زه، به د BBC راډیو په اورېدو بوخت وم،
او په کور کې به مې راډيو پر خاورين څنډلي /سنډلي کېښودله.
راډيويي څپې به زما د زړه څپې دا ډول راپورته کړې، لکه: د مړ سمندر اوبه چې د هوا په ځواک سره ډارونکې څپې وګرځوي، دا به مې د شپې له تياروو
 سره به ناست وم
د خپرونو، خبرو، سازونو، او د وختونو له هره يوې شېبې سره تړلې.
زه به د "خوښۍ تبيت خپرونې" مینه‌وال وم.
زه به اورېدم، او د زړه په نړۍ کې مې خوندي کولې،
او په زړه کې به مې ويل:
یو وخت به زه هم د مایک شاته کښېنم... او زما ږغ به هم د کړېدلي ولس تر ويده غوږونو د هوا پر څپو ورسېږي!
دا هغه يادونه دي، چې د پښتو ژبې، لېوالتيا زېری راکوي.
او همدغه لېوانۍ مينه ؤه، چې زه يې راډیو ته راوبللم،
 ادبي نثري وينا
(سرلیک: "هغه شپه چې ما خپل ږغ له لاسه ورکړ")
یوه شپه وه...
یوه شپه چې زما راډیویي ږغ پرې شو.
زما د راډيو ګاټونه(بټرۍ) پای ته رسېدلې وې.
زه ناست وم، نه ژړل مې کول، نه چیغې،
خو زما ږغ نه و، زما زغم نه و، زما تمه نه وه پاتې...
شپه تیاره وه.
زه ناست وم، نه په کور، نه په کلي، نه په دفتر –
بلکې د ژویو، د غواګانو، د سپیو، د مرغیو، د چوپتيا په چاپېریال منځ کې.
ما له ځانه سره خبرې کولې.
ما له خپل غږ نه، د غږ غوښتنه کوله،
خو نه وم پاتې، یوازې وم –
لکه یو هټيوال چې هر څه یې خرڅ کړي، خو پخپله تش لاس پاتې شوی وي.
زه، زما راډیو، زما ګاټونه، زما غږ...
او زما چوپتیا.
ادبي بڼه / ژور نثري بیان
(د کتاب د بل څپرکي بنسټیز توکي)
له يوې خونې نه بلې خونې ته، له یو ستون یا حجرې نه بلې ته، زه به ناست وم...
زه به ناست وم،
خو خالي نه، بلکې د خیالونو، هيلو، او د خپل ږغ له طوفانه ډک.

ما به خپل ږغ د یوه ساده ټېپ ماشین په تورو ليکمن تڼیو کې ځنډاوو،
تر څو چې ما ته وښيي:
ستا غږ، ستا راتلونکی دی.

ما به خپل ږغ خوندي کړ، کله پر مقناطیسي ټېپ، کله یوازې په زړه کې…

ما به د بي،بي، سي پښتو راډیو غږ اورېد،
د آزادي راډیو د خپرونو شور،
د هوا د څپو سره ګډ د پردیو ږغونه،

خو زما زړه به ویل:
یو ورځ به زه هم خپل غږ له راډيو څخه واورم،

زما خپل ږغ، خپلو اورېدونکو ته استوزه.

او دا زما لپاره یوازې دنده نه وه،
دا زما لپاره د ژوند، هيله، يو ارمان و.

دا زما د ژوند ژوره موخه یو دروند پيليز و.


د کتاب سريزه (لومړنۍ مسوده):

🎙️ سريزه

د مړاوي غږ راډيويي څپې:

په هره يوه پېړۍ کې یو غږ وي 
خو دا غږ، نه د ستورو غږ وي، نه د راډیويي غوږونو ته د رسېدو سره پای مومي.
دا غږ، د زړه نه پورته شوی یو ارمان وي،
دا غږ د چوپتيا پر سینو یو شړنګ وي، چې غواړي یو ويده ولس راویښ کړي.

زه هم، یو وخت،
د خپل کور په ستون کې ناست وم.
کله ناکله به مې د خپل اورېدو ته تلوسه پيدا شوه، او په کونج کې مې د راډيو خبرونو سرټکي جوړولو سره، په ښکلې بڼه اورول.
ما به د خپلو کلیوالو خبرې اورېدې،
ما به د راډیو پر څپو، د پردیو ژبو ږغونه اورېدل،
خو ما دا ویل: "زما غږ به کله خپرېږي؟ زما غږ به کله خپل اورېدونکي پیدا کوي؟"

دا کتاب، یو یادښت نه دی.
دا د ژوند یو غږیز بريليک دی.
دا د هغه پېر کيسه ده، چې زه په کې د BBC، د آزادي راډیو، آکاشواڼي هندي راډيو، يو ليک يو سندره، خوست راډیو او د راډیو د مینې لوی مينوال پاتې شوی وم.
د راډيويي څپو بېتوغه کېدنه:!
ځينې وختونه داسې و، د راډيويي څپې به کمزورې شوې؛ ما به هڅه کړه تر څو روښانه څپې پيدا کړم، نو ډېرکي وخت به مې د راډيو انتن په خوله کې ونيو، او کله به مې په انتن پسې اوږد برېښنايي تار ونښلو، له دې کار سره به راډيويي څپې ځواکمنتيا پيدا کړه،
زه په کې غلی وم، خو زما د زړه ټېپ ليکمن ته زنګ واهه.
زه پکې تن وم، خو زما ږغ، زما پېژند، زما ژبه، زما ولس، زما هېواد،
د هر تورې ماښام سره، د یو غږ په تمۀ وو.

هر څپرکی په دې کتاب کې:
د یوه پښتون رسنوال د زړه خبر دی،
د هغه څوک چې خپل غږ یې د ټولنې ږغ کړ،
خو نه د نومياليتوب لپاره، بلکې د رښتينولۍ، د ژبې، او د ژوندي پاتې کېدو لپاره.
زه غواړم چې دا کتاب،
ستا سره ناسته وي،
ستا سره یوې خبرې شپه وي،
ستا سره یو سوله ییز غږ وي،
او ستا زړه ته ووایي:

که ته غږ لرې، نو ته ژوند لرې. که ته خپله ژبه وساتې، نو ته خپله دا نړۍ وساتې.
دا کتاب دې نه یوازې ولوستل شي،
بلکې واورېدل شي.
دا دې نه یوازې درناوی ومومي،
بلکې ژبنی ژوند ورکړل شي.
لومړنی څپرکی : د غږ لومړۍ رڼا – غږېدلي راډیوبانه

په هغه ورځ، چې زه یې یادوم، ما به خپل کور کې راډیو ته غوږ نیولی و.
یو زوړ ترانزستر، د خپلې ککړې ښيښې سره، خو پاکه ژبه پکې غږېدله.
زه نه پوهېدم چې د راډیو غږ له کومه راځي،
 خو پوهېدم چې دا غږ زما غږ دی.

راډیوبان، لکه د کاروانونو مشران، زموږ د سکوت لاره رڼوله.
هغوی زموږ وینه نه غوښتله، زموږ شتمني نه،
هغوی زموږ غوږونه غوښتل، چې په کې رښته واوروي، خبرې واوري، او د خپل پېژند پټنځای ومومي.

زه به غلی ناست وم، خو زړه به مې "بغارې" وهلې.
کله به مې د "آزادي" راډیو له خپرونو سره ژړل،
کله به مې د BBC د ږغونو په منځ کې خپل آندونه لیکل.
زه نه پوهېدم چې دا غږونه څوک او په کوم ځای کې خپروي،
خو دومره پوهېدم چې دا ما ته يو غږ کوي.

زما دا مینه، دا تنده، دا تمه، د راډیو سره، د غږ سره، د خپلې ژبې سره 
دا هماغه لمبه وه، چې راواخیستم، او په خپلې ژبې مې بله کړه.
زما دا "راډیوبانه مینوال" یو روږتيا نه، بلکې یو پېژند ( هويت) و.

دويم څپرکی: د جومې (جمعې) د ورځې ږغ

زما د ژوند ډېرې کیسې د جمعې لۀ ورځې پیلېږي،
او بیا، همغه جمعې ته بېرته ستنېږي.
جمعه زما د تمې ورځ وه، زما د هيلو ورځ، زما د راډیو سره د نښلولو ورځ.

ما به تمه درلوده...
کومه تمه؟ دا تمه چې، کلی به چوپتيا شي، او باد به ودرېږي،
او د BBC پښتو خپرونه به خپره شي.
او زه به، د مساپرو، د خبرو اترو، د ټیلیفوني اړيکو، د زړه غږونو ته غوږ نیولی وم.

هغوی به ویناوې کولې 
له کابل، کندهار، پېښور، لندن، سعودي عربستان او داسې نور...
خو زما د کلي د زړه پۀ زغرو به دا ږغونه راښتل،
او ما به ترينه ژور، ژور خوند اخیست.

د ژبې سمندر څنډې ته به مې کښتۍ بېوله،
او د یادونو سیند ته به مې ځان غورځاو.
زه نه یوازې اورېدم، زه ژوندې کېدم،
زه د خبرو د مینوالو نه وم،
زه د غږونو جمعه‌ یي مینه‌وال وم.
هغه اړیکې،
هغه رڼې ټیلیفوني کرښې،
هغه ګډه خوشالي،
هغسې خوند به راباندي راچاپېره و،
چې تر پایه به مې د خولې موسکا نه وچېده.

خو خوند به یواځې خوند نه و...
ځکه چې دا خوند به تر ژړا پورې رسېده.

ځکه چې کله به خپرونه پای ته ورسېده،
په ځانګړي ډول د جمعې په ورځ له مساپرو سره،
ما به ځان یوازې درک کړ،
لکه دسمندر یوه څنډه چې بې بېړۍ پاتې وي،

لکه یو غږ چې ناسمته وي،
لکه یو زړه چې تمې ته سپارل شوی وي.
 درېیم څپرکی: د درنې هيلې غږ (تَلب عسیر)
زما مشر ورور،
په سعودي عربستان کې د بېوزلۍ د سترو غرونو تر شا،
په درنه هيله کې یو له هغه زرګونو پښتنو نه و،
چې د هېواد نه لرې،
خپله ژبه، خپل نوم، او خپل غږ ژوندی وساتي.
هغه به، د بي.بي.سي پښتو راډیو له لارې،
تل هماغسې مست، هسک او رسا ږغ کاوه،
یوه ژبه د هېواد، یوه چیغه د کور، یوه سندره د یاد.
او موږ؟
موږ دلته پۀ کور کې، د هغه هره وینا ته،
د اروا پۀ غوږونو غوږ ايښي و.

راډیو نه وه.
هغو ورځو کې، پۀ کلي کې د خبرو د اورېدو داسې توکی نه و،
خو زموږ زړه، زموږ تمه، زموږ تمتيا 
دا ټوله همدا راډیو وه.
ما ته لا یاد دي،
چې به مو د یوې جمعې پۀ ماسپښين، یا د یوې نیکې دعا سره،
د یوې ټیلفوني اړیکې هیله درلوده.
او کله چې به یو چا راته وویل:
ستا مشر ورور د راډیو پۀ خپرونه کې ګډون کړی و!
نو موږ به ټول کور،
لکه یوې اروا، یو تن، یو غوږ، یو زړه،
د هغه غږ ته ودرېدله.
موږ به د (ګل‌ورین ږغ) تمه وايستله،
هغه غږ چې له درنې هيلې نه راوتلی و،
خو زموږ د کور تر زړونو پورې به ورسېد.

څلورم څپرکی: خوندي شوی غږ، ژوندي یادونه:
موږ پوهېدو،
چې د راډیو ږغونه به راشي،
خو تېر به شي.
خو موږ نه غوښتل چې دا غږونه،
لکه د باد څپه تېر شي،
موږ غوښتل چې دا وخت، دا انګېرنه، دا خوږه ژبه ژوندي وساتو.
نو په دې پار ټایپ ریکارډر مو راوایست،
هغه درنه، ګرانه پېټۍ،
چې پۀ یو سر یې مایکروفون و، او بل سر یې د وخت خزانه.
موږ به، کله به چې د مشر ورور ږغ خپرېدو،
د هغه خپرونې شېبې به مو په کيسټ کې خوندي کړې.
موږ د غږونو ستر کور جوړ کړ.
د هرې خبرې، هرې کلیمې، هر تاوده احوال،
او هرې "السلام علیکم" پۀ ځوابولو کې،
 د یادونو محراب جوړ کړ.
 پلار به وويل:
بچیه، دا ږغ مه له‌ منځه وړه، دا د کډوالۍ يادونو يو کتاب دی.
زما مور به په ژړا ویل:
که یې غېږ نه شم نیولی، غږ خو یې را سره دی.
او کله به چې موږ سبت شوی ږغ بیا واورېد،
نو دا به يوازې یو خپرونه نه وه،
بلکې دا به یو د غربت ستړی زوی و،
چې د خپلو د زړه د درزا له لارې را ستون شوی و.
پنځم‌ څپرکي: د غږ استازي | له پښتو ژبې تر نړۍ:
زه، چې کله د راډیو پۀ سټوډیو کې مایکروفون ته ومخامخ شوم،
نو یوازې دا نه و، چې ما خپله کیسه کوله.
زه د ژبې استازی وم، د یو توکم د ګډدود ژغورونکی،
او د یو هڅوب نيکات پلو يادونه.
زه هلته، د ډېرې مېنې، او نيتپاکي له زړه نه راپورته شوی غږ وم.
ما د هغه غږ استازیتوب کاوو،
چې باید د پښتو ژبه، د غرونو،سیندونو، پندمنو ويناوو،او سندرو ژبه، نورو ژبو ترڅنګ هم ورسېږي؛
تر نورو خلکو خپره شي،
او د نړۍ د راډیویي فضا یو آندی ساز شي.
نو ما خپل کار پۀ ژباړه هم پيل کړ.
زه پوه شوم، که زما کیسې، زما یادونه، زما ژبه،
په اردو، په انګلیسي، او بیا بېرته په پښتو ژبه کې وليکل شي،
نو زه به یو هڅوبي کړکۍ پرانېزم،
چې ترې نور خلک د پښتو ژبې، د اروا انځورونه وویني.
دا ژباړې به یواځې وييونه نه وي،
بلکې دا به د ماغزو، انګېرنې، کړکېښ، او د پېژندنې لېږد وي.
زه به خپله کیسه،
له ما څخه، تر هر هغه چا ورسوم،
چې پښتو یې نه ده زده،
خو زړه یې د وييونو پر تپېدو پوهېږي.
زما د ژوند د يادونو، د دړدو خوږو یادونو، او د راډیو سره د مینې لومړی ور هغه وخت پرانېستل شو،
کله چې ما، خپل غوږ د بي.بي.سي پښتو ژبې خپرونو ته، په لومړي ځل کېښود .
دا يوازې یو غږ نه و، دا زما د زړۀ تنده وه، چې د کلونو ستړیا یې پر یوه خبر، یوه سلام، یوه ټوکه باندې د روژه ساتونکي تنده ماتوله.
زه به تل د سټودیو سره ځان نښلوم،
ګنې لکه چې زه هم هلته ناست یم، پۀ مایکروفون پسې ګوتې وهم، او نړۍ ماته ګوري او زه نړۍ ته ورګورم.

ما زده کړل، چې دا غږ يوازې ساتېری نه دی، دا یو استازيتوب دی، چې د ولسونو، دوديز ژوند، هنري ژوند ژباړلی شي،
او پۀ همدې استازيتوب کې ما د خپل ژوند رڼا درک کړه،
زما غږ، زما راتلونکی شو.
شپږم څپرکی | د غږ زنګون:

زه به د دې کتاب له لمن څخه، ستاسو له پوښتنو سره، یو زړه ته نژدې ځواب وکړم:
زما له لومړني غږ، له مایکروپون، راډیو او ټېپ ریکارډر سره اړیکه...

زۀ لا کمکی وم.
د ژوند شور او بازاري ژوند، رنګ مې لا نه و پېژندلی،
خو د راډیو غږ به مې د زړه پر پړدو،
لکه د سهار بانګ، د زړه کونجونو کې تاوېد.

د راډیو غږ ته مې بې پايه مینه لرله،
نه ځکه چې غږ و،
بلکې، ځکه چې دا يو انګېرل و،
د غږ پۀ څپو کې به د زړونو رسا ژبې اورېدل کېدې.
کله چې به مې راډیو اورېدله،
زما د زړه د خبرو ژبه به هم راپاڅېده،
هغه ژبه چې چا نه اورېده،
خو ما به د راډیو له لارې ځان ته اوروله.
هغه غږونه چې به راورسېدل،
زما د زړه پر هوساينتوب به یې بدل کړ،
زما آندونه به یې راواخیستل،
او زما چوپتيا خوبونه به یې ویښ کړل.
همدا هغه شېبه وه!
چې د راډیو غږ، زما د زړه غږ شو.
زما له زړه نه غږ پورته شو،
زما له ژوند،چوپتيا، او اورېدلو څخه،
تر اورول کېدو پورې.
اووم څپرکی: د کوچنيوالي غږونه
په تېر وخت کې،
کله چې لا زۀ یو کوچنی وم، نه دومره پوه، نه دومره غږور،
خو کله ناکله، زما د کور مېلمستون ته، له لرې ځایونو څخه مېلمانه راتلل، او زما د کلي ځوانان ورسره بدرګه کېدل،
او موږ به د چايو شړۍ ورته هواره کوله،
نو د خبرو په منځ کې به ناڅاپه له ما غوښتنه وشوه:
زويه، د خبرونو غږونه ووايه! څنګه یې چې د راډیو نه اورو!”
زه به غلی شوم،
زما د زړه د غږونو قافیه به یو بلې نړۍ ته ولاړه،
او ما به د BBC پښتو راډیو خبرونه، لکه چې آري خپرونه وي، ویل.

هغوی به خندل،
خو زما خندا به د ځان نه وه،
زما خندا، یوه "اعتراف" وه،
چې زه پوهېدم: دا خندا، د یو کور نښه ده.
یو داسې کور چې د ژبې، غږ، او استوزې پله‌ ونه لري.

زه پوهېدم چې دا خندا یوازې مسکا نه ده 
بلکې دا خندا، د منل کېدو نښه ده،
د شونتيا، ډاډګېرنې،لیرې‌پرې خوبونو د بشپړېدو نښه.
په هماغه شېبو کې،
زه د غږ وړتيا ته ورسېدم،
د ژبني هنر د خزانې سره مې خپل تن وتاړو،
او پوه شوم چې دا ماشومه لوبه نه ده، دا د بدلونيز نغوته ده.
څپرکی: د غږونو هېنداره 

په هره غونډه، هره ناسته، زه به لکه یو وړوکی ویناوال ناست وم،
خو زما غوږونه د سترو ويناوالو غږونه راټولول.

ما به د خندا نه ډک غږونه، د خوابدې ژورې نرۍ نرۍ خبرې،
د ځاځ ( غصې) ، هکپکتيا، او ګړدوډ تودې لهجې یادولې.
ما به نقالۍ کوله، نه یوازې د خبرو،
بلکې د غږ احساس، د وینا ژبه،
د ساه او چوپتیا ترمنځ پټ رازونه.
آن د انګرېزي ژبې غږونه مې له راډیو زده کړل،
نه یوازې وييونه، بلکې سریښناک غږونه، د هوا نه تېر شوي وييونه.
خلک به هک پک شول:
 “دا هلک خو نو پخپله ژبه د نورو اروایي رالېږدوي!”
هو، زه د غږونو هېنداره وم.
خو ما دا هېنداره ودروله، چې خپل ځان په کې وګورم.
زما د ځان غږ پکې پیداشو 
هغه غږ، چې تر ټولو لېږد او لېږدونو لوړ و.
زما خپل غږ.
څپرکی : له اختر نه ورانده – د خوبونو لومړنی زنګ

لا اختر نه و راغلی، خو زما پۀ زړۀ کې یو شور و.
زما پۀ مغزو کې، یو اند راپورته شوی و،
او زما پۀ راتلونکي کې، یو نوی څپرکی د سر کېدو پۀ اکر کې و.

زه یو یادونه لرم... یوه هڅه، یوه وړوکې خو لویه هڅه،
چې پۀ ژوندۍ خپرونه کې مې ګډون ته لاره پرانستله.
ما پۀ یوه ځايي خپرونه کې برخه واخیسته، 
 د ښوونځي په تګ او بيا راتګ وروسته د کور ډېرکي کارونه ړنګ بنګ پراته ول، ځکه چې زه بشپړ چمتو وم،
بلکې ځکه چې زما د زړه غږ نور چوپ نه‌ شو
پاتې کېدای.
زه ولاړ وم، په سرو سترګو، او سترو هیلو سره؛
ما یو څو غونډلې وویلې،
هاغه يو څو غونډلې، زما، پۀ ژوند کې مړې اروا ته نوي خوږبويي ور وبښله!، له دې سره مې د ځوانۍ او لېونتوب د پياوړي باز په شانتې د سمندر پر څپو ناتاره بريد وکړ، همغې يوې اوږدې غونډلې په لورېينې سره پیل شو.

ما، هکپک کتل، چې څنګه یو مایکروفون د ژوند لوري ته بدلون وربښي.
د غږ دومره ځواکمن و، چې ما ته یې ور پرانستنه وکړه،
د راډیو سټوډیو ور يانې دروازه...
د هغو زړونو دروازه چې ما به‌ یې یوازې اورېد،
اوس هغوی ما اورېدلای شي.
له اختر نه یوه ورځ وړاندې، ما له ځان سره هوډ وکړ،
چې زه به خپل غږ، خپل آند،
او خپل راتلونکی... پۀ خپله ژبه ووايم.
: لومړۍ شېبه، لومړنی غږ

دا هغه ورځ وه،
چې زه د نړۍ د غږونو دروازې ته ورسېدم 
راډیو. BBC. ماکروفون.

زه لا د ماشومتوب پر پوله ناست وم، خو ژوند پۀ یو داسې ډګر کې را وایست،
چې هلته ساه، غږ، او ورتګ باید بشپړ پیاوړی وای.
خو د تن غړي، زما تن، زما اروا،
د تاوتریخوالي پۀ څپه کې رپېد.

ما انګېرنه کړه لکه چې
د عربۍ "حرارة" یا د انګرېزۍ "fever" پۀ رنګ یو تودې تبې باد
زما پۀ تن راوخوت.
زما ژبه بنده، خوله ماته، زړۀ مې ځوړند،
او ټول بدن مې لکه د تارونو یو مړاوی غږ،
چې نور یې درک کوي، خو زه پۀ کې ورک وم.
زما سترګې پټې وې، خو د نړۍ سترګې راباندې پرانېستې وې.
ما انګېر وکړ، چې دا مايکروپون،
د نياو او وړتيا هېنداره ده 
زه به پۀ کې پټ نشم، زه به پۀ کې څرګند شم.

هغه شېبه وه، چې زړه مې غږ ته وسپارل شو.
زه نور یواځې اورېدونکی نه وم.
زه ویونکی شوم.
څپرکی: د راډیو پر انګړ کې زما لومړنۍ څپې
پۀ هغو شپو ورځو کې،
چې لا د ژوند توکي ډېر نازک وو،
خو زما د زړه ولولې لویې وې،
زما قلم به زما له زړه نه رالېږدېد،
او زما وييونه به د ماحط ښوونځي پۀ تنګو چاپېریال کې،
د راډیو پۀ لور، د سکالوګانو د اورونو پر څېر روانېدل.

ما، به د بېلابېلو سکالوګانو لیکنې کولې.
دا لیکنې، له ادبي انګېرنې نه ډکې، له تکړښتي احساس نه تاوده،
او د ټولنیزو سکالوګانو پۀ نخشه سنجول شوې،
د راډیو هغه مینوال خپرونې ته وړاندې کېدلې
چې ما ورسره د اوږدې مودې، مرستې وياړ درلود.

په هغو شپو ورځو کې،
د راډیو هغه مینوال خپرونې ته وړاندې کېدلې
چې ما ورسره د اوږدې مودې، مرستې وياړ درلود.

ما په ځانګړي توګه د راډیو پۀ هغو خپرونو کې برخه اخيستله،
چې د ادبي نوښتونو، تکړښتي کيسو، او ټولنیزو آکرونو سره تړلې وې.
دوی به زما لیکنې خپرولې،
زما له خوا لیکل شوي راپورونه، شنونې، او سپړنې،
پۀ یو ځانګړي درناوي سره اورېدونکو ته وړاندې کېدې.

دا زما د ژبې، د فکر، او د سپیڅلې هڅې پېر و.
که څه هم هغه مهال زما توکي ډېر لږکي ول،
خو زما له اند، له انګېرنې،
 له پښتو ژبې سره مینه بې کچه پراخه وه.

زما ژبه، زما غږ، زما هيله – دا ټول زما قلم ته د استوزې بڼه ورکړې وه.
او دغه استازيتوب مې د راډیو له لارې
د زرو  زړونو تر غوږونو و رسول.
د چوپ قلم غږ – دویمه سندره

لۀ غږونو رِستې وروسته،
زما پۀ زړۀ کې به تل یوه زما او راډیو ترمنځ اړیکه تکرارېده.
زه به د خپرونو نه وروسته،
یوه یوه کرښه د زړه پۀ وینو لیکله،
کومه به چې د ډاکخونې له پېټۍ نه، د یو ناپېژندلي يون پۀ اوږدو،
راډیوګانو ته رسېده.
د خوست راډیو… زما د چوپتياوو شپو، د بېخوبه خوبونو او ژورو هيلو یوازینی سوب.
زه به تل اورېدونکی وم.
تل اورېدونکی.
یو سرسپارلی، ژمن، د غږونو د نړۍ کډوال.

کله به چې خپرونه پیلېده،
زما زړه به د مایکروفون لوري ته کتل.
ما به خپرونکي ته پۀ زړۀ کې سلام کاوو،
او د راډیو غږ به مې په پټه توګه، پر ستون( حجره) کې ځای پر ځای کاوو.

خو… له ما سره به وېره ملګرې وه،
هسې نه زما نوم خپرونه کې یاد شي،
او زما له دې ناليدونکې اړيکې یو ناوخته خندا جوړه شي.
ما به خپرونو ته لیکونه ور لېږل،
خو تل به مې وختي نوم نه لیکلو.
پټ به وم.
خو مینه‌ناک، ژور،
او تلپاتې سوب.
د نوم نه پېژندنه – د زړونو پېژندګلو

په هغو ورځو کې به،
زما خپلوان، زما ملګري، زما د کلي خلک –
کله نا کله خپرونې اورېدلې.
او د بخت دا ښېښه کړنه وه،
چې کله به زما نوم پۀ خپرونه کې ياد شو،
نو هغو خلکو ته به يو "اوهو!" شو.

بيا به چې زه ورسره مخ شوم،
دوی به راته وويل:
"وايه ياره، پرونۍ خپرونه (بدني روزنه د روغتيا ژمنه کوي) تر سرليک په نوم کې ؟

ستا نوم مو واورېد،
او دا يادونه مو راژوندي کړل، 
د کوډګري ليکانړي يون

د هماغه وختونو یوه ځانګړې نښانه زما د لیکوالي لوست و. ما د خپل قلم نوم درلود – دا نوم زما د پېژندنې، خوند، او درک ښکارندوی و. دا لیکونه به ما د داسې یو ځانګړي اسلوب، زړه راښکونکې وينا، او روانو غونډلو په لښتيال کې ولیکل، چې د اوریدونکي یا لوستونکي پام ځان ته رااړوي.
زما د لیکونو بڼه به داسې وه، لکه د شپې ستوری، چې د تور اسمان له لاسو نه راځلیږي، د زړه له ژورو نه راغلي احساسات، د فکرونو خیالونه، او د ژبې ښایست سره ګنډلي. دا لیکونه به مې نه یوازې د اوریدونکو زړه ګټل، بلکې د خپرونو کارمندانو به یې هم اغېزه کوله.

زه وینم چې زما لیکونه به د خپرونو د میز پر سر ایښي و، تر ټولو وړاندې، د هغوی پام به هغه ليکونو ته شو، او له هماغه ځایه زما نوم، زما لیک، زما هيلې، او په پای کې زما غږ تر مایکروفونه ورسېد. دا هماغه جادويي شېبه وه چې د لیک وړتيا نه، تر غږ د ښکلاګانو پورې زما يون پیل شو 
د دوی دا يادونه،
د دوی دا بې له وينا پېژندنه،
زما پۀ زړۀ به يو خوږ خوږ غرور راولاړ کېدو.
يو ځل خو د يو ملګري دا خبره لا هم له ياده نه ده وتلې:
"ته اوس د ماييکر فون نه راوتلی يو غږ نه يې، ته اوس د کتاب پاڼې نه راټوکېدلی يو رنګ يې، ته اوس د کلي د وياړ يوه سا يې..."
دا ستاينې، دا د زړه خبره، دا ډاډمنه خبره،
زما تن ته يو داسې زغم راکړ،
چې ما پرې د ليکلو، ويلو، او تر خپرونې پورې د ځان رسولو پته وموندله.
زما د لیکوالۍ د پیل نه یوه بیلګه

(د خپرونې لپاره یو زوړ لیک، چې د ځوان قیومي لخوا د راډیو ته لیږل شوی و)

 "د ليک خپرونه، خپاره کوونکیه!
زه، یو کم منګ هلک يم، خو د مينوال په توګه لوی او د تل اوریدونکی یم. ستاسو خپرونې زما د ژوند يوه برخه ګڼل کېږي، لکه څنګه چې هره ماښامنۍ د لمر لوېدل یو پنځي اکر دی. ستاسو غږ، ستاسو خبرې، زما د خوند ژور تارونه راسپړي، او زه غواړم تاسو ته ووایم، چې که زه کله ستاسو د غږونو سیوری نه وای، نو زه به د ژبې له ښکلا سره ملګری نه وای.
زه غواړم، که شونې وي، زما دا څو کرښې د خپرونې له لارې نورو ملګرو ته هم واوروئ، ځکه زه باور لرم چې زموږ پټه هیله، زموږ پټه مینه، او زموږ بې نومه هیلې هم غږ غواړي.

ستاسو د خبرو نه وروسته زه تل هڅه کوم، چې خپله پښتو نوره هم ښه زده کړم، ځکه تاسو زه دېته اړ کړی یم، چې خپلو ریښو باندې تم شم.

په درنښت،
یو ژمن اوریدونکی
قلمي ملګری قیوم قيومي، له --- څخه"*
زما د زړه غږ – راډیو خپرونه زما د ژوند یو ژوره نخشه

زه د راډیو خپرونې یوازې په څرګنده غوږ نه اورم،
نه یې یوازې د غږ څپه ده، نه یوازې ساز، نه یوازې تش وييونه...
بلکې دا خپرونه زما د زړه غوږ ته رسېږي.
هلته، چیرته چې خبرې چوپتيا ومومي، انګېرنې ژوندۍ وي،
هلته چې غږ نه بلکې وینه ویني کېږي، مینه مینځېږي.
زه د خپرونې هر ټکی داسې اخلم لکه د زړه ترانه،
لکه یوه دعا، چې د ماښامني بانګ مخکې اوچته شي،
او لکه یو آند چې د اروا پوټکي ته ځواک ورکړي.

په زرو لیکونو کې مې، دا خپرونه تل تکرار شوې،
ځکه دا زما د لیک قلم ته هم ژبه ورکوي،
او زما د فکرونو پټې زېرمتون ته هم تاوده رڼا راولي.

تیاره شپه، خو رڼا زړه — په خوست ولايت کې د زده‌ کړو کیسه:

زه، په هغو ورځو کې، خوست ښار ته تلم،
خوست ښار ته د زده‌ کړې په تمه، د هیلو لاروي په توګه.
هلته مې د پوهې د بڼو تر سیورې لاندې
څو شپو او ورځو کې خپل سد ته سرکښونې ورکړې.
خو...
دا داسې نه و، چې هر څه به اسانه و.
زما د اوسېدو ځایونه، زما د هستوګنې بندوبست
هره ورځ به لکه د سیند پر څپو روان و،
په ډېرو ګډوډیو، بېچاره، خو يو هیله‌من!
په تش نس سره ښوونځي ته تګ او بېرته راستنېدنه، 
د سړک پر غاړه، هغه مهال د غرغښت عالي لېسې سړک په بنسټيز ډول لا رغول شوی نه و، د زرګونو ګاډوو په تګ راتګ سره به هلته دا ډول دوړې راپورته شوې، لکه: د اوړو په ژرنده کې د غنمو دوړې!
د شپې پر مهال به هلته د يوې هټۍ پر سر، د ماشو پر چيچلو سبا کړه!
د کورنۍ دندې په ليکلو او لوستنې لپاره هېڅ يو داسي ځای نه و، تر څو په هوسا سره د ښوونځي کار مې کړی وای، 
په شپو کې به،
شپې چې تورې وې، ژورې وې،
زه به د زړګي پر سر
یو روښانه ډيوې، یوه رڼا ډیوا بلولم.
هغه ډیوا، چې ډېرو نه لیدله،
خو زه به یې لیدلم،
زما د هيلو ډيوا، زما د سبا راتلونکی باور.
د ژبو په باغ کې مې پښتو ته مینه ورکړه، 

د لېسې د ژوند هغه دوره وه،
چې زه مې د ژبو له ښکلي بڼ سره ملګری کړم.
په لوستي کتابونو کې مې عربي لیده،
انګرېزي مې لوستله،
خو... زما د زړه له بڼ څخه،
زما د انګېرنې له زړې خزانې نه،
یوازې یوه ژبه، یوه مینه، یوه مینه‌ لاره تل وږمه وه،
زما مورنۍ ژبه، پښتو



ما، به هغه کوچنۍ ليکنې هم لیکلې،
سکالوې به مې هم جوړولې،
خو تل به مې خپل اند، خپله مينه، په خپله خوږه
 پښتو ژبه کې د ليکونو په مرستې سره سپک‌ کول
هغه ژبه چې زما د مورکۍ د زانګو ټپه وه،
هغه ژبه چې د ماښامنۍ دعا سره یې رالوی کړم.

او بیا، یو ورځ زه هم یو اورېدونکی شوم،
راډیو ته مې لیکونه ولېږل،
او دا کوچنۍ انګېرنې، دا واړه لیکونه،
د یوې سترې لړۍ پیل و 
هغه لړۍ چې نن دا کتاب ورسره روان دی.

تمهید: د خوست پر لور – د خوبونو ښار ورونه (دروازې)

د ژوند هغه ورځ مې لا هم د زړه پر پردو نښتې ده، کومه ورځ چې ما له خپل کلي، له خپل کوچنيو هيلو چاپېریال څخه د خوست ښار پر لور خوځښت وکړ. دا نه یوازې زما لپاره یو تني يون و، بلکې یو اروایي کډه هم وه له خوبونو نه د رښتيا لورې ته، له خیال نه رښتیا ته، له تمې نه کړنې ته.
زه، هغه وخت لا کم منګی وم، او له دې وړاندې مې هېڅکله يواځينی يون کړی نه و، لکه يوه ناوي چې د ژوند ټولې خوښۍ او يادونه د پلار کور کې په خپل لاس سره راټول او بيا يې پر ځمکه کې خښ کړي،
 په پښتنه ټولنه کې د سپين مخي هلک بيديا ته تګ سره، په ځانګړي توګه يو داسې ښار ته تګ چې د خواوشا ازغن تارونو په منځ کې د سپينو جامو ګرځېدو خورا ستونزمنه او ګواښونې سره مخامخ ژوند و، له بده مرغه، له دې امله د لېسې په نه تګ سره، څو کاله د باد په څېر له لاسه ورکړل.
او دا ناوړه اغېزه لا تر اوسه هم زموږ په ټولنه کې تر سترګو کېږي!،

خوست — هغه ښار چې زما د هيلو بېتوغه کاروان یې بدرګه کړ. همدلته ما له پوهې، له ادب، له رسنۍ، له راډيو، له ژبې او له خپل پېژند سره بله نوې ملګرتيا وموندله. زه لا تنکی ځوان وم، خو زړه مې لوی و. د تندي خولو، د خوبونو نښې، او د زړه غږونه مې ما د خوست ولايت تر ښاري ورونو ورسول.

ما هلته زده کړل چې غږ یواځې نه دی — که غږ ته مینوال پیدا شي، نو دا غږ وده کوي، خپرېږي، زړونه لږول کوي، ماغزه روښانوي.

زما يون له خوست نه پیل شو — خو زما کیسه له زړه نه، او زما هوډ له ژبې نه، او زما الهام له یوه ژمن ورور نه پیل شوی و چې د BBC پښتو له څپو سره یې خپله کورنۍ، کلی، او خاوره د غږونو له لارې نړیوالي نړۍ ته ورسوله.
د ژرندې نړۍ کې پټ خوبونه او هیلې،

د وخت ژوندۍ ستنې ګرځي،
زما د زړه تېرې هیلې پکې پټي دي.
هلته چې یو ماشوم، د راډیو څپو ته غوږ ږدي،
او هر غږ یې د خپل ځان بولي.

ما د مازدیګر باد سره لیکونه استول،
د ډاکخونې (پوسټل) ته مې رازونه سپارل،
هغوی چې نه‌ یې پېژندل، کله ناکله به يې زما زړه را مات کړ، شپې به د سهار رڼې جامې واغوستې، خو.... زما د ليکونو په کې...!!
 خو زه تر هغې غږ ته په تمه وم،
او سر به مې د تيږو ديوال سره لږولی و، کله ناکله به ستړی شوم، او پۀ وخت به بېواکه سترګې راڅخه پټې شوې؛ راډيويي څپې به روانې وې، 
کله چې يو چا په کور کې وليدم، نو دا به وويل: راډيويي لېوني ته ګوره! ځان يې ور باندې مړ کړ! 
ما له سپیڅلي قلم نه بوی اخیست،
او زما له کاغذي امید نه یې رڼا اخيسته.

په خوست ولايت کې مې، د آدب بوټان واغوستل، که څه هم ياد بوټان له اوسپنیزې بڼې په څير يې جوړښت درلود،
او د ژبې، لهجې، او تاریخ بار مې پر اوږو بار و.
خو ما ویل: دا بار نه دی، دا مې وياړ دی،
زما خوب، زما هيلې!

خوست ښار ته چې ورسېدم، نو لکه چې زه له کوم بل سیارې نه راغلی وم. هر څه راته نوي، ناپېژند، او يو ډول ګونګ ښکارېدل. کوڅې پردۍ، رنګونه ګډوډ، او خلک يې لکه: د ناپېژند خوبونو څېرې.

ما به د ښار پر واټونو قدم واهه، خو داسې احساس مې کاوه، لکه چې دا پلي ګامونه د کومې موخې نه بې برخې وي. د يو لمر تمه وه، خو لمر به نه راپورته کېدو.
د ښار په واټونو کې مې د راډيوګانو ډاک ليکونو پېټۍ ځای پر ځای وليدلې، نو د لېونتوب تودوخی مې لا پسې پورته شو، دا چې نږدې ملګرو به تل راته وويل: ياره! ته بايد هرومرو د زده کړو ترڅنګ په راډيو کې کارمن شئ! 


خو يوه ورځ، ما خپله تڼاکه، خپل ځاځ (غوسه) او د زړه ژور ځواک سره يو ځای کړل.

يو لاروي تېرېدونکي ته مې وکتل، او په پسته خو زغمناکه ژبه مې وپوښتل:
"بخښنه غواړم، پلانی راډیو چېرې ده؟ په کوم سړک ور تللی شم؟"

سړی، چې ښايي زما د پوښتنې ژبه یې له پخوا اورېدلې وه، د شونډو په موسکا یې نغوته وکړه او ويې ويل:
"هو، هغه هلته د دولتي روغتون شاته يو دفتر لري. خو.. راډيويي سټوډيو ودانۍ يې د متون غونډۍ پر سره ده، زوی جانه، که غږ لرې، نو د غوره ژوند ور (دروازه) پرانېزئ."

او دا و، هغه لومړنۍ شېبه چې ما، د غږونو ور پیدا کړ، او دا يون، چې له خوست ښار نه پېل شوی و، اوس د زړه له ژورې سره وتړل شو.
 د څپرکي پايله: د غږ ور ته روان نګېرنتوب 

ما ته يې پته راوښودله، هغه ناپېژند سړي، د یوې پېژندګلوۍ ور راپرانېست. یوه پته، یوه کوڅه، او یو ځواب، خو زما لپاره دا یوازې یو جغرافیایي نغوته نه وه، دا د هيلو نخشه وه، دا د زړه یو غږ و چې ما ته یې ویل: لاړ شه، تا ته تمه شته.

ما قدمونه واچول، خو دا قدمونه نه وو، دا لکه چې زما روح د خپلې تمې، د خپلې کیسې، د خپل ناتمامه خوب تعقیب کاوه. او کله چې ما سترګې پورته کړې، یو ښکلی ودانۍ، یو خاموش دیوال، او د دروازې پر سر یو تخته — راډیو...

زما سترګو ته داسې ښکارېدل، لکه د آسمان نه یوه سیندره راکښته شوې وي.
زما ذهن خاموش، خو زړه یې شور کاوه.
نه پوهېدم چې دا شور څنګه الفاظ شي.
نه پوهېدم دا درد څنګه جمله شي.
نه پوهېدم دا تمه څنګه وینا شي.

زما ټول احساسات د غږونو په دروازه کې ولاړ وو. ما لیکل نشو کولی، ما ویلی نشو کولی. خو زه پوهېدم، زما دننه یو پټ غږ شتون لري، چې یوازې په تمه دی چې واورېدل شي.

"نو پۀ ښار کې مې وکتل چې د سړک پر غاړه، د خیالونو پړاو یو څه کتابونه او یو څه کیسې چې هغه لنډې کیسې وې، خلک به پرې خندل، د ځان سره به یې اخیستې. ما هم واخیستې، او د خپل ماشومتوبه د زړه ډلې ته مې کړه."
څپرکی: د خيالونو بازار – يوه رنګينه ننداره

د بازار سړکونه، د کتابونو ګاډي، د پاڼو بوی، او د خلکو تر منځ يو ماشوم زړه چې د يوې کيسې په لټه کې و.

زه هم هلته وم، يو ساده تېرېدونکی، خو زړه مې د يوې پټې خبرې په لټه کې و.
ما، وکتل چې هر يو کتابپلورنځی لکه د خوبونو يوه نوې نړۍ، هر يو کتاب لکه يو الهامي غږ، او هره کيسه، يو ور د زړه پر لوري نور ورونه پرانېزي.

خلکو خندل، خو ما ژور فکر کاوو.
د لنډو کيسو په منځ کې ما خپل ماشومتوب، خپل زړګی، او خپل خوبونه وموندل.
هغه ښايسته ټوټې چې زما د ژوند د ويناوو چوپتیا قافيه وې، اوس د کاغذ پر مخ را ژوندۍ شوې وې.

ما ويل:
دا نه يوازې کيسې دي، دا هغه د زړونو پټې خبرې دي. د ده يوې خوږې ژبې هغه ورېښمین سازونه دي، دا د ژوند هغه رنګين موسم دی، چې هر يو ګل په کې تازه او هره يوه مرغۍ يې د خپلواکۍ سندرې زمزمه کوي، دا د ادب داڼه ده.»
د "ميرولي جان لکڼوال" يادونه

"د راډیو یو اروایي ښوونکی چې نوم يې پتمن، ښاغلی ميرولي جان لکڼوال و، زه له هغه سره په لومړي ځل، د ولس غږ راډيو په دفتر کې مخامخ شوم، له دې وړاندې مې يو څو وارې د غږلېږدي ( ټېلپون) له لارې په خپرونو کې خبرې اترې کړې وې، د نوموړي له خبرو مې دا درک وکړ، چې ښاغلی څومره ځيرک او غوره اخلاقو څښتن دی. 
نوموړی، یو ځيرک، باادبه، دروند، او وګړتيالرونکی انسان و، نو رښتیا هم داسې شخصیتونه په ادبي او کلتوري چاپېریال کې یو الهي نعمت وي.
 هغه غرمنۍ وه، چې د راډیو تر سپینو ديوالونو لاندې،
د وييونو یو چوپ بهير روان و، خو ناڅاپه زما د برخلیک لاره له ښوونکي، ميرولي جان لکڼوال څخه واوښت.
هغه، چې د خبرو له غږ یې د ادب څاڅکي څاڅېدل، او د سترګو له ليد یې درنښت توېد.
هغه، چې ژبه یې له حکمت نه ډکه وه، او حضور یې لکه: د ادب یوه ژوندۍ څپه.
د خوستي هڅوب له مخې، موږ له يو بل سره په داسې ډول سلام، روغبړ او ژوند پر چارو بوختياوو پوښتنې وکړې، لکه: دوه نږدې ملګري چې له کالونو وروسته يوځای ليدنه کوي.
له ښار څخه په راتګ، په کتابپلورنځي کې مې يو څو ګټور کتابونه، وپېرل، او د خبرو په ترڅ کې مې نوموړي ته ډالۍ کړل.
زه ورته کېناستم، خبرې مو وکړې،
او د زړه نه راوتلې هماغه خبرې، ما ته د بل ګام، د بل قلم، او بل يون الهام راکړ.
د يادونو په دې کاروان کې، له يو روښنپال ښوونکي سره...
د ژوند د خوږو او تروو يادونو د کاروان مشري د هغه چا پر اوږو ده، چې د رڼا ډيوا يې په لاس کې نیولی، او د تورتمونو په منځ کې یې تل د هيلو څرکونه لټولي دي.
ښاغلي د خبرو په بهير کې وويل: دا پندمنه، دا دا ژوره خبره،
لکه یو د ستورو نه ډک اسماني وينا، چې تاته یې د لیکوالۍ د هسک دروازه پرانستله:

.. نور بيا په بله برخه کې

Comments

Popular posts from this blog

د زړه له کامرې څخه، د پښتو ژبې، هڅوب، او ښکلاوو يو انځوريز يون

بې لګښته، بې پايه ګټه

ژېړه پاڼه؛ د خزان شوم (غزل)