ژېړه پاڼه؛ د خزان شوم (غزل)

سرليک:  ژېړه پاڼه؛ د خزان شوم

                  غزل

بن  پر بن  ماتېږم؛   زه! هسې   بې‌ وخته
زړه مې وچ شو؛  د  خزان   پر  وچه لښته


له مودو نه،   د   باران   هيلې  ترې کېږي
رازرغون  به شي ګلان،   پر   هغه   دښته

پر  تندي چې نښې راشي غږ     يې بوله
که تېر شوی  پسرلی شي کر  تر غښته

زړه مې غواړي له رڼا سره   يوځای شي
يو ځل که دلته راشي، د هيلو پر منښته

زوړ شوی زړه مې، لا ژوندی دی اې جانانه
څاڅکي اوښکې ترې بهېږي له هر سخته

پر تېرو غشوو نغمه چې زمزمه کړي
په زړګي   کې   يې ساتم، د    ديوال خښته

که يو ګل مې  د   زړه  بڼ   کې  پاتې نه شي
وخت به تېر شي، د ځوانۍ   تر خپله بخته

چې  په  مينه کې   يې څرک د وفا نه وي
وايي قیومي، چې  په يوه  پښه ځينې تښته

Comments

Popular posts from this blog

د زړه له کامرې څخه، د پښتو ژبې، هڅوب، او ښکلاوو يو انځوريز يون

بې لګښته، بې پايه ګټه