د زړه له کامرې څخه، د پښتو ژبې، هڅوب، او ښکلاوو يو انځوريز يون

                                          بسم الله الرحمن الرحيم 
   زما نوم قیوم قیومي دی.
زه د ښکلاوو مينوال، د لنډو شېبو نيونکی، او د پښتو ژبې مينوال يم. زما کامره یوازې یوه وسيله نه ، بلکې د زړه سترګه ده، چې وخت نيسي، او د انګېرنو په راټولو کې زما سره تر ډېره پورې مرسته کوي، او دغه ښکلي ژوند ته
 نه هېردونکي انځور او پوهنيزه پوهنه  وروبښي.

زه د پښتنو کړکېښي هڅوب، د مورنۍ ژبې کره توب، او پنځي رنګونو مينوال يم. زما يواځينۍ موخه او کلک هوډ  دا دی چې له خپلې کامرې سره د زړه خبرې وکړم، او د خاورې، خویونو، د پښتنو ژوند مثبته هينداره، نړيوالو مخې ته راولم.

دا بلاګ مې ځکه جوړ کړ، تر څو خپل انځورونه، اندونه او هڅې له تاسې ګرانو سره ګډې کړم. دلته به تاسې پنځي انځورونه، د ښارونو انځورونه، ولسي رنګونه د کلي ژوند رنګونه، او زما د کامرې له ليد څخه ننداره وکړئ.

د دې ترڅنګ، زه د پښتو ژبې بډاينه، د سوچه وييونو راټولول، غوره ويناوې ليکل، پرديپاله ليکنې خپلې مورنۍ ژبې ته راژباړل، او تر ټولو لوی ګام او هيله زما مرستندوی غږ پښتو ژبنۍ غږيزې  بڼې  ته اړول، له رسمي منلو وروسته يې په بېلابېلو مصنوعي ځېرکتيا کې ځای پر ځای کول، دېته ورته داسې نورې هڅې چې دلته يې يادونه راته ناسمه ښکاري، دا کړنې خپلې ژبنۍ او هڅوب يوه دنده ګڼم. دا ټولې کړنې وياړ ګڼم، دا بلاګر او نورې راتلونکې نوې پروژې دا دې يون یوه کوچنۍ څپه ده.
                        په پای کې:
راشئ، دا انځورونه او ښوونيزې لوستنې يواځې مه ګورئ! تر نورو يې هم ورسوئ ترڅو له دې ګټې څخه برخمن شي، او په هر اړخیزه توګه تاسې په دغه نيک ګام ملاتړي شئ!
باوري واوسئ! ډېر ژر...به  په راتلونکي وخت کې به موږ د پښتو ژبې اې. ای Ai لرونکي شو، مثبت ملاتړ او غبرګاوی (فيډبېک)دا په دې مانا چې موږ له خپلې خوږې مورنۍ ژبې سره لېونۍ مينه لرو، له نن څخه، ټينګه ژمنه وکړئ! چې موږ به سوچه پښتو ژبه زده کوو! او هرومرو به يې ليکو، لولو، د پت ساتنې لپاره يې په نړيواله کچه نه ستړې کيدونکې هلېځلې ترسره کوو، 
هېڅکله بايد دا خبره ونکړو چې پښتو ژبه هېڅ ارزښت نه لري کې هېڅ ډول ګټه تر څو مورنۍ ژبه د لمر زرينو وړانګو په څېر په ټوله نړۍ کې وځلېږي.
  زه منم، چې تاسې به د ژوند په دې بوختياوو کې خوشيا نه لرئ، د دې ارزښتناک وختونو څخه څه ناڅه وخت راکړئ او په دې سپېڅلي ښوونيز يون کې زما يونوال ( همسفر) پاتې شئ!
                                 **************
                ننګيالي، توريالي پښتانه او خوږه پښتو ژبه دې ژوندۍ وي!
            په پښتنه مینه،
 تاسو کشری ورور، قيوم قیومي 

Comments

Popular posts from this blog

بې لګښته، بې پايه ګټه

ژېړه پاڼه؛ د خزان شوم (غزل)